هرڅو که دبلينډه بدرۍ په اړه تر اوسه مختلف نظرونه دي او په خپله دهغې دوجود په اړه لوستونکي له وسوسو او ګمانونو سره مخ دي چې دبلينډه بدرۍ په نوم کومه ښځينه شاعره شته کنه ؟يا ددې ښځينه نوم دڅادر لاندې کوم نارينه دخپلو ستړو احساساتو ستوماني وباسي؟داهغه پوښتنه ده چې ترننه يې دلوستونکو په ذهن کې خوره تياره رڼا نه کړله،ځکه چې تراوسه خو يې نه کتاب چاپ شو او نه يې هم په کومه مشاعره کې ګډون کړی دی يواځې لوستونکي يې شعرونه دانټرنيټ په پاڼو کې ګوري،چې زه يې هم دنوم سره له همدې لارې بلد شوی يم

 خو که له دې ټولو شکونو او شبهاتو نه راتيرشو او دبلينډه بدرۍ په غزل خبرې کوو نو بې له شکه ويلی شو چې بلینده بدرۍ دغزل په حواله يوه ځانګړې لاره لري،په ښځينه شاعرانو کې له پروين فیض زاده ملال نه وروسته يې دحالاتو اوپه سيمه دروان جنګ انځورګري په هنري انداز کې کړې ده،دبلينډه بدرۍ غزل که هرڅو دکلیوال ژوند تصويرونه هم په لمن کې لري خودښارونو شوريې دذهن خاموشي هم ماته کړې ده اوزړه يې ورته په درزا کړی دی که زمونږ نارينه شاعران دګودرساندې وايي او دپېغلوپه چور شوو مازیګريو پسې ماتم کوي نو بلينډه بدرۍ دخپلو شازلميو په ستړې ورځ پرېشانه ده، اودسوچ خبره خو هم همدا ده چې څنګه بلينډه بدرۍ په دې توانېدلې ده چې دښځې داحساساتو اوجذباتو انځورګري وکړی شي؟

 کله چې هغه دښځينه ژوند له احساساتو او جذباتو سره په غزليزه اينه کې راښکاره شي نودښځينه شاعرې دوجود خوشبو يې په ذهن کې ديقين ور وډبوي اوکله چې دسنګر کيسې پیل کړي نو ديو شاه زلمي ګمان پرې وشي،او داسې ښکاره شي لکه اوګه په اوګه يې دیرغل ګرو پروړاندې دجنګ ډګر ګرم ساتلی وي ځکه چې په دې مرحله کې يې تجربات ديوسرتيري شي اوکوم کس چې دجنګ په ډګر کې ونډه نه وي اخيستي امکان لري چې هغه واقعات داسې انځور نه کړلی شي لکه څنګه چې بلينډه بدرۍ انځور کړي دي ، دبلينډه بدرۍ په غزل کې هنر هم شته او فکر هم حقيقت پسنده شاعره هم ده اودتخيل په ټالونو کې يې هم ځنګلي دي په ټولیزه توګه جذبات او احساسات يې ديوې پښتنې شاعرې دفکر ترجماني کوي دا يو څو شعرونه تاسې دبېلګې په توګه

عجیب شان اتفاق دی چې زه ځمه تر ګودره
هغه ښکلی ماشوم په هغه سات په کلي راشي

ياشپه دپنځلسي وه یاخو ستا دراتلو غږ و

په هره لار دچم چې بلېدلې بلينډې

ټپې دبلينډې چا په سېتار کې زنګولې

په کلي ورېدل يې دګلانو په شان توري

(بلينډه بدرۍ)

نوټ  (دپښتو غزل په نويو پړاوونو ،له کتابه اقتباس)