په څلوېښتو کلنوکې لومړنی وار وه چې په افغانستان کې درې ورځینی پوره اوربند وشو.د جهاد په وخت کې دولتي قواو او مجاهیدینو اوربند کولو ، اوربند به منحصر وه ، په یوه وړه جبهه کې به اوربند وه او په نور جبهو کې به جګړه روانه وه ، او یا به د یوې ولسوالۍ په سطحه اوربند وشو ، یا به د یوې وړې سیمې په سطحه اوربند وشو ، څلوېښت کاله جګړه وشوه ، په څلوېښتو کلونو کې تېر ځل اوربند یوه ښکلې انګېزه لرله ، نړیوالو ته او د سیمې استخباراتو ته يې وښودله ، که موږ افغانان اتلس کاله جنګېدلي یو په یوه ورځ جوړېدلی هم شو، په یوه ورځ غاړه غړۍ کېدلی هم شو .
ولسمشر نن ورځ بیا اوربند وکړ، تر څو په لوی اختر کې افغانان بې خطره ،بې جګړې ، بې ويرې، اختر تېر کړي .
طالبانو ته پکار ده چې اوربند وکړي ، او دا اوربند اوږد کړي ، تر څو افغانان په جګړه کې ښکېلې خواوې سره وتوانېږي د سولې خبرې په مخ یوسي .
جوته ده چې په جګړه کې دواړه خواوې خوږېږي ، دواړه خواوې وینې بهېږي ،له یوې خوا هم په جګړه کې اوبه نه بهېږي.
د جګړې ښکیلو خواو به دومره کړې وي چې اقلآ درې څلور ورځې به يې خپلو سرتېرو مخالیفو سرتېرو ، او ولس ته ژوند ورکړی وي ، جګړه کې د مینې ورکول نشته ، جګړه د قهر او عذاب منبع ده ، جګړه د وجود وینه غواړي ، جګړه د انسان وينه غواړي ، جګړه د حېوان وینه غواړي ، جګړه د الوتونکو وینه غواړي ، حتی ځمکه هم ورڅخه آرام نه پاتې کېږي .
ژوند الهي نعمت دی چې پلار او مور ، وروڼه، اوخوېندې ،ښځه او اولادونه ، او نېږدې خپلوان حق پرې لري ،ولې په ورځ کې دواړو خواو ته په سلګونو افغانان له لاسه ورکړو؟ ولې نور کونډې او یتیمان وزېږوو؟ ولې د غم په ځای خوشحالي ورنکړی شو ؟
راشئ طالبانو دا وطن ستاسو هم دی ، دا خلک ستاسو هم دي ، دا خوشحالي او غم ستاسو هم دی ، اوربند او سوله وکړئ ، یو او بل ته مینه ورکړئ ، د ټوپک په زور نه د قلم په زور بهرنیان وباسئ ، دا باید جوته وي دا پردي خټي هيچاته خوند نه ورکوي ، تاسو راشئ سوله وکړئ ، بیا وګورئ چې دوی دلته پاتې کېږي او کنه ؟
په سوله خدای ج خوشحاله کېږي ، په مینه رب خوشحالېږي ، دومره ویلی شو چې څلوېښت کلنه جګړه مو تر ننه خپله نه وه ،نه ده ، نه به وي .