‎ولسمشر سوله د ملي اجماع پر اساس غواړي!
‎لیکواله : پښتنه کلیواله
‎یووالی، د مشرانو مشورتي ناستې, او د سولې د پاره ملي اجماع ګټوره تمامېږي.
‎همدا ملي اجماع یوې تلپاتې سولې ته لاره هواروي.
‎ځکه چې سوله یوه ملي پروسه ده اوپه ټينګښت کې ولسونه ‌‌‌‌‌‌ډېر مثبت رول لوبولی شي.
‎ولسمشر هم د سولې ولسي اصل ته په کتو هڅه کوي چې د یوې ملي اجماع د لارې د سولې خبرو په اړه یوه ټول اړخیزه بحث وشي،
‎ولسمشر دا څو ورځې کېږي چې له سیاسیونو او پخوانیو جهادي مشرانو سره خبرې پيل کړي.
‎دا په څو معناو اړینې دي.
‎لومړی هغه ګیلې او شکایتونه چې د ځينو سیاسیونو په ذهنونو کې پيدا شوې وې اوس به له ولسمشر او د ولسمشر له پرېکړو سره یو اند شي.
‎دوهم دا چې اکثرو سیاسیونو هڅه کوله چې د نظام په وړاندې ولسونه را وپاروي، خو کله چې ولسمشر له دې سیاسیونو سره مشورتي ناستې وکړې، هیله شته چې نوره به دا سیاسیون د نظام په وړاندې د ولس په زړونو او ذهنونو کې کرکې نه پيدا کوي.
‎اوس نو اړتیا ده چې په افغانستان کې ټول سیاسیون د افغانستان د سولې د پاره ددې ملي اجماع ملاتړ وکړي، او د افغانستان ټول ولس د سولې ملي پروسې ته وهڅوي.
‎په سوله کې د افغانانو عزت ، ملي ګټې، او د ټولو افغانانو ژوند خوندي دی .
‎د افغانستان ولس نوره جګړه نه غواړي،ځکه چې جګړه هغه ناوړه او بده پدیده ده چې په ترڅ کې د انسانانو هیلې خاورې کېږي.
‎همدې بدې پدیدې افغانانو ته بغیر له درد او مرګ څخه بل څه ندي ورکړي.
‎اوس نو هیڅوک نه غواړي چې پخوانیو تېرو څلورو لسیزو ته وګرځي.
‎اوس نو هر انسان یوه با عزته سوله غواړي
‎که چېرې په افغانستان کې سوله ټينګه شي، د معارف په برخه کې پرمختګ کولی شو،
‎برښنا به ټول افغانستان ته کور په کور رسېږي.
‎زراعت برخه مو پرمختګ کولی شي.
‎امنیتي ځواکونه مو تلفات نه ویني.
‎فساد مو هېواد کې له منځه ځي.
‎فقر له منځه ځي.
‎او په ټوله کې په سوله کې خوشبختي ده.
‎ښکیلو غاړو ته هم په کار ده چې نور د د پاکستان، ایران، او د سیمې د استخباراتو په لمڅون د خپل هېواد نه ورانوي، نور د په افغانستان کې ورور وژنه نه کوي.
‎را دشي په افغانستان کې د د نورو افغانانو په څېر د عزت ژوند وکړي.
‎دا روانه جګړه فتنه ده او هیچاته ګټه نه لري.
‎که ګټه یې لرلی نو اوس به وسله وال او ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې به ‌‌‌‌‌‌ډېرې قدرتمنده وای.
‎اوس نو دواړو خواو دا تجربه کړه چې په افغانستان کې روانه د څلورو لسیزو جګړه صرف د انسانانو د ژوند په قیمت تمامه شوې.
‎اړتیا ده چې موږ ټول د خپل ګران ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ ودرېږو او د یوه پرمختللي افغانستان د پاره مشترک کار وکړو.