بيا ښار ته ځمه بيا مې زړه شيندمه
سترګې ساتمه سترګې نه شيندمه

ګلاب مې وخوړل بې مينې ومه
ښکليه تاته مې باڼه شيندمه

بيا د وطن کوڅې غليم نيولي
بيا مې تڼۍ د ګرېوانه شيندمه

مينه مې وژني غاړه نه راکوي
زه چې په چاپسې اوبه شيندمه

رقيبه نن مې يار ژړلي راته
رقيبه نن به دې ماغزه شيندمه

ساحله يو ځلي دې بيا غواړمه
راشه چې زړونه درته وه شيندمه