د اوربند معجزه
د کوچني اختر په ویاړ، د طالبانو په وړاندې چې د حکومتي واک ترلاسه کولو لپاره د مرکزي حکومت او هېواد مقابل کې جنګیږي، د افغان حکومت یو اړخیز اوربند په تېرو دوه لسیزو کې هېوادپال اقدام او کمساری نووښت ګڼل کیږي.
اوربند د سولې په اړه په کور دننه د افغانانو ترمنځ ملي اجماع او په سیمه ایزه او نړیواله کچه هم د اجماع کړۍ پراخه کړه.
د شمېرلو کسانو د مخالفت سره سره ، اوربند څخه د افغانانو او نړیوالو ملاتړ دومره پیاوړی او پراخ وو چې که یوخوا يي د جګړې پلویان نهیلی او د سولې پلویان هیله من کړل، بلخوايي افغانانو ته هغه لار په ګوته کړه چې که په ټینګو ګامونو يي ووهي، سولې ته رسي او ډېره لیري نه ښکاري.
د اوربند اغیز، طالبانو کې جګړه مارې او متحجرې ککرۍ چې یوازې جګړه د هېوادنیو ستونزو د حل کیلي ګڼي رسوا کړې، خو دې سره یوځای يي هغه استخباراتي کړۍ لکه ISI او بهرني ملکونه چې د سخت دریځو او مټکورو طالبانو په مټ افغان هېواد کې خپلې موخې پالي، هم افشا او ګوښه کړې.
همداراز اوربند طالبانو کې سوله غوښتونکي او جګړه مار طالبان سره بېل او افغانانو ته وروپېژندل او په نظام کې دننه يي هغه کړۍ هم بربنډې کړي چې غواړي د حکومت د روغې جوړې تګلار سبوتاژ او د ملي توافق مخه ډب کړي. اوربند سوړزړي، چوب او نهیلی افغانان په خوځښت راوستل او هغو کې يي سا پوو کړه چې سوله ورته د نالاسرسي وړ او ځلوب (سراب) ښکارېده.
د ډیورند پر کوزه غاړه بېځایه شویو افغان کډوالو یو شمېرځوانانو د جلال اباد په لور د سولې په لاریون کې له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې خپلمنځي خبرو ته لار پرانیځي او د جګړې پرځای د خبرو اترو په مټ ستونزې حل کړي. دوی چې جلال اباد ته تازه رسېدلي، غواړي نورو ولسوالیو ته هم سفر وکړي او د اوربند او سولې پيغام ټولو هېوادوالو ته ورسوي.
دوی د دړې پرمخ په یوه شعار کې لیکلي« له تورخمه تر کابله، جنګ بدرنګ دی، موږ سوله غواړو!
دا شان دوه ورځې مخکې د سولې هغه کاروان چې له هلمنده پيل او تر دوه میاشتو پلې او کړاوومن سفر وروسته کابل ته راورسید، ولسمشر غني سره په کتنه کې يی خپلې غوښتنې په څلور مادو کې حکومت ته وسپارلې چې غټ ټکی يي د اوربند دوام او طالبانو سره د خبرو له لارې د ستونزې حل دي. ولسمشر غني هم لاریونوالو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتني يي مني او که طالبان اوربند ته ژمن پاتې شي، هغه به یو کال نور هم وغځوي.
د سولې نوموړي کاروان سره ولسمشر دا هم ویلي«د افغان طالبانو مشر ملا هیبت الله که هرځای وغواړي موږ د سولې په اړه خبرو ته ورسره چمتو یو»
بل لوري ته د هېواد ۳۵ ګوندونو مشرانو د ولسمشر غني سره په ارګ کې وکتل او د اوربند او سولې په اړه يي د حکومت تګلار تایید او د هغې په پلیتوب کې يي خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ. په نظام کې دننه هغه کړۍ ګوښه او رسوا شوې چې د ستونزو په حل کې په جګړې ټینګار کوي، هغه هم د پردیو په لمسون او ملاتړ!
په سیمه او نړیواله کچه هم له اوربند څخه پراخ ملاتړ شوی او د افغان حکومت د خبرواترو او سولې تګلار د ډېرو هېوادو او ټولنو د تایید او ملاتړ وړ ګرځېدلې.
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د افغانستان طالبانو پر تحریک غږ وکړ چې حکومت سره د اوربند موده وغځوي« د سعودي دولتي اژانس SPA د پنجشنبی په ورځ (جون ٢١) په خپله رسمي وېبپاڼه کې رپوټ ورکړې چې ملک سلمان د ولسمشر محمد اشرف غني سره د تیلیفوني خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې له هلو ځلو سره د سعودي عربستان ملاتړ څرگند کړیدی.امریکا غږ» که څه هم طالبانو کې سخت دریځه ډله د جګړې پلوي ده، خو ډېری طالبان تر اوربند وروسته نه غواړي چې جګړې ته دوام ورکړي.
له پکتیکا څخه ازاد خبریال ساحل منګل راپور ورکوي« د دغه ولایت په ومني ولسوالي کې د سولې یا اوربند پلوي طالبانو او د اوربند د مخالفو طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي.د منګل په وینا د پکتیکا چارواکي تاییدوي چې په دې نښته کې ۹ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.د پکتیکا امنیه قوماندان ملپاسوال محمد عظیم هاشمي وویل چې د طالبانو د دغو دوو ډلو ترمنځ جګړه د ومني ولسوالي په(اتوخونو) سیمه کې هغه مهال ونښته چې د طالبانو يوې ډلې غوښتل د افغانستان له حکومت سره د جګړې پر ځای سوله وکړي، خو بلې ډلې يې مخالفت وکړ،تاند»
همدارنګه د لوګر په نارامه ازره ولسوالي کې د قومي مشرانو او سپینږیرو په منځګړتوب د سیمې طالبانو له حکومت سره د دایمي اوربند اعلان وکړ.
که پرون د اوربند او سولې غږ د استخباراتي کړیو په توطیو او د طالبانو په انتحاري بریدونو او ډزو کې مړژواندې او پوره نه اورېدل کېده، نن د افغان ولس د ویښتوب او د سولې په اړه د افغان حکومت د تګلار پر بنسټ د رامنځته شوي ملي او نړیوالې اجماع په برکت رسا شوی او تر ټولې نړۍ رسېدلی دی.
که پرون په طالبانو کې متحجرې او مټکورې ککرۍ واکمنې وي او د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ يي خپل هېواد کې جګړه پرمخ وړله، نن هغه ککرۍ ګوښه کیږي او روغ فکر طالبانو ته هم حکم کوي په سد شي او د جګړې پرځای خپلې غوښتنې د سولې له لارې وغواړي.
سوله په پای کې بری مومي او د جګړې دیو به خامخا په ګونډو کیږي!
د ۲۰۱۸ کال د جون ۲۲ مه
سرلوڅ مرادزی