‎پنجاب تورمخي ماتې وخوړه!
‎د پنجاب تور مخي پوځ ‌‌‌‌‌‌ډېر کلونه یې افغانان بېګناه ووژل ،په پاکستان کې یې د ترهګر په نوم بېګناه پښتانه ترور کړل ، په افغانستان کې یې د د ترهګر په لباس کې زموږ له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړې وکړې ، په
‎کندز کې یې جنرالان راغلل او جګړه یې رهبري کوله ، په ټونونو منفجره مواد یې کابله پورې را ورسول ، له مقدسو ځایونو یې د ترهګرو د روزلو په خاطر استفاده وکړه ، زموږ د مبارک اسلام له کلیمې یې د اسلام په نوم د ځان په ګټه استفاده وکړه، زموږ قومي مشران، سیاسون، ځوانان امنیتي ځواکونه ماشومان او ښځې یې ووژل، د ځان د ګټې په خاطر یې په افغانستان کې د ایران په مرسته لاسپوڅي وروزل او د سفارتونو د لارې یې مالي امکانات ورته برابرول، او بیا یې د افغانانو په وړاندې استفاده کول، زموږ هېواد کې یې ټولې اقتصادي زېرمې چور او تالان کړلې
‎هره ورځ یې زموږ سلګونه امنیتي ځواکونه شهیدان کول، مخالفې ‌‌‌‌‌‌‌ډلې یې سولې ته نه پرېښودلې ، ژوند یې په افغانانو تنګ
‎کړی وُ او سلګونه نورې نارواوې یې وکړې ، دوی فکر کولو چې افغان حکومت او افغانان به د دوی ظلم ته تسلیم شي، او هر هغه څه چې تورمخې پنجابي غواړي هغه به افغانان کوي.
‎ولې د تور مخي پنجاب دا غوښتنې پوره نه شوې او خپلو غوښتنو ته ونه رسېد.
‎دا چې افغان ولس یو غیرتي او باتوره ولس دی کله هم زور ته ندي تسلیم شوي .
‎د پنجاب جابر حکومت تل په خپل ظلم سره په نا څرګنده جګړه یې بېګناه وژلي یو .
‎ددې پاکستان د لاسه زموږ د هېواد هر څه له خاورو سره خاورې شول.
‎افغان ولسمشر ، محمد اشرف غني په وار وار له پاکستانه وغوښتل چې طالبان د د سولې میز ته کېنوي سره له دې چې دا کار د پاکستان له وسه پوره وه ویې نکړ .
‎ولسمشر غني په یوه نوي او بې سابقه ابتکار سره په یوه اوربند اعلان سره وکولی شو چې په ټول افغانستان کې وسله وال طالبان اوربند ته راضي کړي او د اختر دوه ورځې په افغانستان کې د سولې په فضا کې ولمانځل شوې، دا موږ ته د ‌‌‌‌‌‌ډېرې خوشحالۍ ورځې وې ، ټول ولس او زموږ امنیتي ځواکونو له طالبانو سره په ‌‌‌‌‌‌ډېره مینه هغوی ته ښه راغلاست ووې ، چې دې کارسره د پنجاب مخ تور شو او بیا یې هم ونه شو کولی چې افغانان بېل کړي.
‎اوس نو وخت یې دی چې ټول طالبان، افغان ولس، او افغان امنیتي ځواکونه په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د پنجاب ټول لاسپوڅي له دې خاورې وباسي او د پنجاب پوځ په مقابل کې یو طاقت جوړ شي او
‎د کړي ظلم پته ورته ولګوي.
‎دې سره د نړۍ هېځ‌‌‌‌‌‌ډهېواد نشي کولی په افغانستان کې د جګړې اور بل کړي .
‎د همدې ورځې په هیله .
‎مینه منګل