یو چیغه شه،ټپه کړه رابیدار کړه عالمونه 
په خاوره د پښتون وکړه د امن آوازونه 
ولاچې که نې دغه بی حسي دې رانه وژني 
پښتونه !دا قاتله خاموشي دی رانه وژني 
د قاتلې زمانې د ناکردو په مقابل کې ،ګنې د خالد حسرت چیغې او د کروړونو کروړونو، در په دره پښتنیي کونډو او یتیمانو نارې سره ګډې شوې،شور شو او زوږ شو،سیلاب شو او غورځنګ شو؛د پښتون ژغورنې غورځنګ ترې جوړ شو،چې هیله ده داځل پښتانه ځانونه د «غلامانو له غلامۍ »څخه د همیش له پاره بشپړ وژغوري او خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي. 
داځل ښکاري ،دغه بومي غورځنګ ،د خدایي خدمتګارانو د غورځنګ څخه په توپیر کې،په مناسبه دنننۍ،سیمه ییزه او نړیواله وضعه کې راپورته شوی دی. 
اوسنی پښتني غورځنګ ،په وروستیو څلورو لسیزو کې د پښتون وژنې او پښتني خاورې اوفرهنګ ایلولو په مقابل کې،دننه په پښتنو کې شعوري پیل شوی دی.د پښتنو سره په دښمني کی پنجابي پوځ او آی.اس.آی.چې څو لسیزې دمخه کمزورې،اجیرې شبکې وې،په برې پښتونخوا کې د فاجعې له کبله،اوس د یو پیاوړي ځواک په توګه ځانته دومره غره دی ،چې پر پښتني خاوره یې د تیري پښې آن د زاړه استعمار له پولو هم هاخوا کیښودلې،د ناترسه اپریدیو بانډې یې ایل کړې؛د سوات سپیڅلي غرني کلي یې د خپلو ناولو موزو لاندې کړل؛په ننګ ،ناموس اوخاوره له سره تیر وزیر یې په ریاستي ترهګري سره پسې واخیستل او په پنجابي پاټکونو کې یې بې عزته کړل. 
پښتنو ته په یو موټي غورځنګ کې د راټولیدو او د مبارزې پرته بله لار نده پاتې.نوموړی غورځنګ چې د بیساري ښایسته 
پښتون ځوان نقیب الله میسود او د هغه په څیر د زرهاوو ځوانانو د وژنې په انګیزه پیل شوي،په سر کې یې د منظور پښتون په څیر باشعوره زړور پښتانه ولاړ دي.پښتانه ولسونه په پرانیستو سترګو ورسره ولاړ دي.د کلاسیک استعمار د دوران په خلاف 
چې ولسونه د غفلت په خوب بیده او د خرافاتو په نیشه بې خوده وو،نن ډیر پښتانه روښانفکران د سیمې او نړۍ سیاسي بهیر څخه اګاه او ورسره یو ځای روان دي او ددې غورځنګ فعال غړي دي،نور ټول پښتني سازمانونه ،د یو-نیم پلورل شوي یا د افراطیت 
په نیشه مست کسانو پرته،ورڅخه اګاهانه ملاتړ کوي. 
دغه دنننې جنبش په مساعد سیمه ییز حالت کې قوت اخلي.نه یواځې د لرې او برې پښتونخوا ولسونه ،بلکې د هند خلک هم د پاکستاني دولتي ترهګري څخه په سپیږمو راغلي دي.په افغانستان کې د وروستي تروریستي بهیر شد ت او د الکترونیکي تذکرو د ویش بندولو په بهانه د شعله یي-ستمي پدرام ماجراجویي له پاکستاني دولتي تروریزم څخه سرچینه اخلي. 
د افغانستان خلک د جګړې او ترور څخه د تیښتیې هیڅ لاره نه لري ،په غیر ددې چې د پاکستاني دولتي تروریزم د بلا څخه ځان خلاص کړي.د بلا څخه په تیښته نه شې خلاصیدلای،لکه څنګه چی تراوسه پورې د افغانستان دولت او هم د لرې پښتونخوا مشرۍ کړي دي.بلا په زور شړل کیږي. 
نه یواځې د افغانستان ،هند او بنګال خلک،نه یواځې پښتانه ،بلوڅان،سندیان،بلکې د یو ممتاز قشر پرته ،د پنجاب عام ولس هم د پاکستاني دولتي ترهګرۍ په اور کې کړیږي. 
د غورځنګ د پیاوړتیا له پاره د دنننیو او سیمه ییزیو غوره شرایطو سربیره،نړیواله وضعه هم د نورو وختونو څخه په توپیر چې هیڅکله به پښتنو خارجي ملاتړ نه درلود،نن ښکارې چې د پاکستان دولت د انګریزي استعمار د ناجایزه او نااهله اولاد په څیر،د خپل ولي نعمت پر خلاف هم څو مخی سیاست کوي،په دغه ډول حالت کې پښتني غورځنګ نړیوال خواخوږي هم پیداکوي.ښایي تصادفي نه وي چې په امریکا غږ-ډیوه راډیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو بهیر او په هغو کې د ګډونوالو غوښتنې په تفصیل سره انعکاس مومي. 
د پښتنو په سیمو کې د افراطیت لمن ټولولو له پاره ،د هغه مارشال پلان په ځای چې باید د نړیوالې ټولنې په میلیاردونو مالي مرستو سره سرته رسیدلی وای :ښوونځۍ او پوهنتونونه جوړ شوي وای ،لیک اولوست عام شوي وای،د سیمی انفراسترکتور کې  
بنسټیز بدلون راغلی وای،سړکونه جوړ شوي وای،روغتونونه ودان شوي وای...د پاکستان دولت د تروریزم سره د مبارزې په نامه،د امریکا په مالي مرستو،د ۲۰۱۴م کال راپدې خوا ، دلته کلي په کلي ،کور په کور پوځي او استخباراتي عملیات سرته ورسول.د عملیاتو اصلي موخه،لکه څنګه چی ښکاره شوه،د پښتني آزادیبخښونکی مقاومت ماتولوله پاره جنوساید او د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د خپلو پوځي تاڼو ځای په ځای کول وو. 
د عملیاتو د اصلي موخو د پټولو له پاره پاکستاني چارواکو په امریکایي دیپلوماتانو او چارواکو ،د بې امنیتي په بهانه، بندیزونه لګولي وو.لکه څنګه چې په پښتو کې متل دی : لمر په دوو ګوتو نه پټیږې.ژر ټولې دنیا ته د پاکستان دولتي ترور ماهیت بربنډ شو.امریکا هم د پاکستاني دیپلوماتانو په تګ راتګ د بندیز پریکړه وکړه. 
دا ټول د اوسنۍ نړیوالې وضعې بیلابیل فاکتونه دي چې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ په کې ځانګړی قوت ترلاسه کولای شي. 
د پښتون ژغورنې اوسنی غورځنګ که څه هم د پښتنو ټول تاریي برخلیک سره تړلی دی،بیا هم ځلمی دی او د ځینو تکړه سیاست پوهانو په غړیتوب او د تجربه لرونکو پښتني سیاستوالو په ملاتړ سره سره،په رأس کی یی فعال ځوانان ولاړ دي چې ښایي لا د سیاست په علم او فن کی ،زیات مهارت ته اړتیا ولري. 
د غورځنګ تکتیکي غوښتنې لکه د پښتنو د بنیدیانو خلاصون،د ورکو پښتنو لټون،د پښتنو په خاوره کې د پنجابی پوځ په پاټکونو کز د پښتنو بې عزتي ختمول...غوره او ضروري څیزونه دي،خو که غورځنګ د پښتنو ستراتیژیکي هدف چې هغه د پنجابی واکمنۍ څخه بشپړه آزادي او د برو پښتنو سره یو ځای یا د هغو تر څنګه خپلواکه ژوند کول دي،له پامه وغورځول شي،د تکتیکی بریاوو په صورت کې به هم د ستراتیژیکي ناکامۍ سره مخامخ شي،لکه څنګه چې د پښتنو د آزادیبخښونکی مبارزو په اوږدو کې داسې بیلګې ډیرې دي. 
استعماري جبر پښتانه سره په لر او بر،بیا په قبایلو او نورو او نورو ویشي دي.د ټولو پښتنو یووالی یو ستر او سپیڅلی ارمان دی.پدې لار کې هر ګام غنیمت دی.په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو ورګډول،په ظاهر کې،د پښتنو د یووالی په لار کې یو ګام دی ،اما په خپل ماهیت کې ،دا یو بل ویش دی.تر هر څه دمخه د فاټا په هکله په خپله د پښتنو نظر او دریځ په دوو برخو وویشل شو:د نشنل عوامي پارټۍ په شمول،نیمایي پښتانه دا د پښتنو د یووالي په لور او د اف.سی.آر. د تور قانون څخه د خلاصون په وجه ،یو بری بولي؛اما نور:زیاتره په خپله قبایلي پښتانه ،بر پښتانه او د پښتونخوا عوامي پارټۍ ...،دا ادغام – د آزادو قبایلو په غاړه کې د پنجابی آیین د اسارت طوق اچول ګڼي. 
په واقعیت کې ،د خیبر پښتونخوا په صوبه کې د قبایلی سیمو د ادغام اصلی هدف،چی د دریو کلونو راهیسې پرې بحث روان ؤ،په دغه زماني مقطع کې،د پښتون ژغورنې د غورځنګ رسا غږ ټپول دي،هغه معجزه آسا غږ چې د زور په غرور کې ډوب پنجابي پوځ او دولت یې لړزولی دی؛د عدالت غوښتنې هغه لوړ غږ چې د تاندې په څیر ټولې دنیا ته رسیدلی دی. 
په داسې حال کې چز ټول پښتانه ،لر او بر،ځوانان ،پوهان،دیني عالمان ،ښځې ...ښایي د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړی او ملاتړ شی،ټول په یو غږ برم شی،قوت شی او خپل ستر ارمان ترلاسه کولو ته ودانګي،په دوو برخو وویشل شول،په رسنیو کې د ورځې موضوع د پښتون ژغورنې مسلٔه نه،بلکې د ادغام مسلٔه ده.پنجابیانو دا ځل پښتانه د یووالی په لور یو ګام ته وړاندې کړل،اما د پنجابی ایٔین په اسارت او پښتون ژغورنې غورځنګ په ماتولو کې یې دوه ګامه شاته ټیل وهل. 
د پښتني سیمو د بشپړ ایلولو د ستراتیژي پربنسټ،پنجابي پوځ او آی.اس.آی. په ۲۰۱۴م کال کې په خپلو عملیاتو کې زور او تشدد ( hard power ) وکاروه،په زرهاوو پښتانه مشران او آزادي غوښتونکي ځوانان یې ووژل،اما دغې عام وژنې مقاومت وزیږوه،ژوندیو او د «شهیدانو ارواحو» د پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ کړ؛په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو ادغام ،د همغې ستراتیژي دویمه برخه ده،چې دلته مدني وسیلو( soft power )څخه استفاده وشوه،عدم تشدد تر تشدد پیاوړی نیرو ده،مقاومت نه زیږوي،د افرادو تحت الشعور څخه تیریږي،په خپله پښتنو ورته لاسونه پورته کړل. 
سیاست پیچلی لوبه ده.پنجابیانو«تاوان کې ګټه وکړه ،موږ په ګټه کې تاوان». 
اما لا تر اوسه د ټولو پښتنو د امید سترګې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لور دي. 
د منظور پښتون پدې نظر چې:نه ویریږو،نه پلورل کیږو...پوره باور کولای شو،اما ښایي د غورځنګ مخکښان په سیاست کې د پښتنو ټیپیکي تیروتنو ته پام وساتي.پښتانه مشران ډیر کله سیاست د سیاسي اصولو پر بنسټ نه،بلکې د پښتني اخلاقي موازینو پر بنا یعنی څه چی وایي ،هغه یي عقیده وي،پرمخ بیایي.د عدم تشدد هغه لوړه انساني کړنلاره چې خدایي خدمتګارانو  
پرمخ بیوله،لکه څنګه چې باچا خان پرې خپله اعتراف کوي،د هغوی عقیده وه،اما د کانګرس سیاست ؤ...؛ اسلام او اسلامي شریعت چې په ساتنه کې یې طالبان له حده زیات تشدد ته لاس اچوي،د هغوۍ عقیده ده،اما د پاکستان د دولت سیاست دی... 
په سیاست کې همدغه تیروتنه د پښتنو د ستراتیژکي ناکامۍ سبب ګرځي.په اوسني سیاست کې بری هغه وخت ترلاسه کیدای شی چې د علم په توګه یې هضم او د فن په څیر یې کسب کړې.په ننني عصر کې د علم او فن په توګه د سیاسي تکتیک او ستراتیژي زده کړه او تدوین د بری حتمی شرط او فقدان یې بیراهي ته رسیدل دی.د سیاسي تکتیک په توګه،د پاکستانی آیین او عدالت په چوکاټ کې د پښتنو د حقوقو اعاده او د پښتنو د عاجلې ژغورنې لټون،ښایي معقولیت ولري،اما هغه آیین او «عدالت» د کومو پربنسټ چې پښتانه بې کوره شوي ،قتل شوي ،بې عزته شوي او تر ټولو بدتر د غلامانو غلامان شوي،د غورځنګ نهایي هدف په توګه ټاکل،ښایي نوبتي تاریخي تیروتنه وي چې پښتنو ته به د اوږدې مودې د غلامي طوق په غاړه ساتلو معنی ولري. 
د ریا اسلام په نامه پرونی پنجابي مکاره« دوست مشران» ،نن د پښتنو قاتلین دي.په سیاست کې دایمي دوست او دایمي دښمن نشته،لکه څنګه چې انګریزان باور لري:هغه څه چې دایمي دي ،هغه ملي ګټې دي.پښتنو ډیر کله خپلې ملي ګټې د سیاسي شعور د کچې د ټیټوالي له کبله،کله د دوستۍ او کله هم د دښمنۍ قرباني کړي دي.پښتنود روسانو سره د عقیدوي تضاد پر بنسټ،دښمني کړې ده،کله یې هم د هند سمندرتجارتي او پوځي بندرونو ته د لاس رسي له پاره د روسانو د ستراتیژیکو هڅو او د لرو برو پښتنو د یووالي له پاره د پښتنودهڅو ګډون ندی لیدلی. 
که نن لودیز دولتونه غواړی د پاکستان دولت په خلاف ،د خپل ناخلفه اولاد په څیر چې د خپلی بړستن څخه یی پښی بهر ویستلی دی،د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه ملاتړ وکړی او یا غواړی د فشار وسیلی په توګه یی وکاروی ،د غورځنګ مشرانو ته ښایی د خپلو ستراتیژیکو ګټو د شرکت تر پولو پوری ،مستقلانه ورسره هم لاری شی،باوقاره دوستی ورسره وکړی لکه فیدل کاسترو چی د امریکا تر زنی لاندی په دښمنی کې ،د شوروی سره دوستی کوله او چې شوروی ړنګه شوه ،د فیدل کاسترو دولت ثابت ولاړ پاتی شو،نه لکه د افغانی« انقلابی» مشرانو دوستی چې د شوروی اتحاد ړنګیدو سره ددوی نفس هم ووت.اما د طالبانود غورځنګ سیاسی تجربه نباید له پامه وغورځول شی،هلته چی د طالبانو جنبش د لودیزی یوی پروژی په توګه وکارول شوه.طالبان د لودیزوالو په نوښت،د پاکستان دولت په اجرایٔیوی اوسعودی عربستان په مالی مرسته او د پښتنی ولس په ملاتړ سره واک ته ورسیدل،اما ډیر ژر د همدغه لودیزو ځواکونو له خوا ،په سیمه کې د خپل پوځی موجودیت له پاره ،په بی رحمی سره وټکول شول.نننی نړیوال سیاست د پرون په څیر،مور او پلار نه لری . 
سیاست د نړۍ په لوی سمندر کې د احتمالي توپاني څپو په منځ کې د خپل ملت د بیړۍ د پرمخ بیولو او ادارې فن او مهارت ته ورته دی. هغوۍ چې عقیدوي او ایډیالوژیکي سیاست کوي ،د خشن نړیوال سیاست څپې یې بیړۍ ،لکه د خدایي خدمتګارانو،لکه د خلقیانو ،لکه د طالبانو...غرقوي.... 
هر ولسي غورځنګ د ستراتیژیکي پلان پرته چې دوامداره باید تدوین شي،یواځې په تکتیکي غوښتنو او آن بریاووسره،خپلوخلکو ته د ګټو په ځای ،آن جبران نه منونکي زیانونه رسولی شي.غورځنګ ښایي د پوهانو یوه ډله پر ځان راټوله کړی.«هره سیاسي،فرهنګي او حتی اقتصادپ تجمع د پوهانو پیاوړې ډلې ته اړتیا لري،پرته له هغې هرومرو د ماتې سره مخامخ کیږي او د نیستۍ کندې ته غورځي». 
د تاریخ په محکمه کی یواځې ظالم د خپل ظلم او ناروا له کبله مسؤول نه دی،بلکی مظلوم هم تر هغې زیات مسؤول دی چې ولې د ظالم په مقابل کې نه دی ودریدلی. 

د غلامی سرټیټی ژوند څخه د ملنګ جان ريښتینی ارمان زرځلي شرف لري چې وایي: 
نه غواړم تلتک کې مرګ،نه مې دی رنګ ژیړ خوښ 
خدایه،ما شهید کړې د وطن د آزادۍ په ننګ