د حٌسن سيپا ره يې ښكلــوم دي پـــه ثـــوا ب

لـه خياله په غوزۍ كې ګرځوم دي پــــه ثواب

 

د شاتو غوندي اوښكې ګرېوانه ته كړم ډالۍ

تڼــا كې دزړه شمېرم يا دوم دي پــــــه ثــواب

 

راوړي دي پـــه ورېښمينو لاسوماتـــه لېونۍ

د ميني سپېـــــلنۍ يې دودوم دي پــــه ثواب

 

چې ماته يې په لپه كـــې لــه نازه راته راوړې

خورما د روژمات يې تېروم دي پــــــــه ثواب

 

اې زړه د بشرمله د عشق لمــونځ پـــــكې روا

ګودره دبـــر كلـــي پا كوم دي پـــــــــــه ثواب

 

كلات   10/8/2010

 

 

د حٌسن له چينې به دي لمـــــريــنه پياله غړوپ  كړم

ګلاب رنګه له شونډو به شېريــنه پيا له غړوپ كړم

 

ثواب يې رسېدونكى زركلــــــــــن دى واسما ن تـــه

په لپـــوكې د ميني چي حسينه پــــيالــه غړوپ كړم

 

تــه وايې لـــه جنته پـــه مـــومــــــن د ه پـېرزو شوې

روڼې اوبه كعبې ته په خــــاورينـه پياله غړوپ كړم

 

وژونكې تند ه ماته كــــــړي د هجر پـــه خونا ب كي

پـــه نيمه شپه وستوروته زرينــه پيا لــه غړوپ كړم

 

پـــه زړه كې بشرمل د عشق غـــــــــــوټۍ وغـــوړوم

چي ستا له لاسه كله تكه سپينه پيــا لـه غړوپ كړم

 

كلات  12/8/2010