غـــزل 

ګلې چې وجود رانه مـــــــــرات نــــه شي

 

سترګې رانــــه واړوه درد زیـــات نه شي

  

راوړه په شیدو لړلې خــــــــــــوله سپینه

 

چا ویل چې په مـــا بانــدې زکات نه شي

  

سپینه لــــــــــــوپټه کې مــې زړه ونغاړه

 

وینې ترې راتوی نــه شي او مات نه شي

  

څـــــــــومــــــره وږي تــــــږي دې راوکتل

 

نه ګرانې په تـــــا بـــاندې خیرات نه شي

  

ځه طالبه!! ځــه کـــــــوڅه کې څه کوې؟

 

بــــیا یې چې خــراب درته خیلات نه شي

 

طالب منګل