داوښکوسېلاب
ژړاکومه فريادونه مـــــــــــــې جانان څه کــــــــــــــــــــــــوي
زما داوښکوسېـــلابونه سره چشمــــــــــــــــــان څه کوي

هغه وخت قدرمې په ټولوباندې بېل معلــــــــــــــــوم وه
اوس چې ناروغه يم رنځېږم مريضان څه کـــــــــــــــــوي

دوى لباسي مينه کوي حقيقي څه پېــــــــــــژنـــــــــــــــــــي
يوساعت مينه کړي دټول عمرياران څه کــــــــــــــــــــوي

اول کې فکرنکړي وروسته بيا تندى خپـــــــــــل وهــــي
څنګ کـــــــــې يې ګرځوي غمازاورقيبان څه کــــــــــوي

له ښکلي مخ نه يې سپــــوږمۍ پشان ځلا ورېــــــــــــږي
چې دسلګــــۍ په مينه مست وي عاشقـــــــــان څه کوي
سلګۍ ځلا