سميع الدين افغاني

م کال ١٥ - ٦ - ٢٠١٠

د علامه محمدسعيد « سعید افغانیَِ

د ١٣٥٦ هجري شمسي کال د لیکنې پر بنا

دا څه حال دی ؟

 

پوه نه يم چــــانـــــه دا پــــــــوښتنه وکـــــړم

څـــــنګه ددې حـــــــــالـــــت څيړنــــه وکــړم

 

څـــــــوک بــــــــه ددې تپوس ځواب ووايي؟

ددې حــــــالــــت راتـــــــــه حــــساب ووايي

 

ډاره ، هراس خـــــــو مــــــــوخلاف ته بيايي

داسياست وال مـوانحراف تـــــــه بــــــيايي

 

ارتجاع ،هــــــروخــــــت د دوکــــــو سـره ده

خاين، خپل شومــو پـــــــلا نــــــوســــــره ده

 

د بلـې خــــــوا دا د څـــــــــــوکۍ نــــــوکران

دي د ولــــــــــــــس اوتـــــــــرقۍ دښـــــمنان

 

اجـنټ د لاســــــــه دا وطـــــــن تـــــــــباه دي

د جــــاهلانــــــــو نـــــــه امـــــيد خـــــطا دي

 

استعمارګــــــر راتــــــه نـــيرنــــګ ښکاري

روشـــــن فــــکران مــــوهـم کمرنګ ښکاري

 

يو څــــو کاذبـــــه د قــــدرت لــــــيونـــــيان

پـــــردی پــــــــه زور د حـــــاکيمت لـيونيان

 

پـــه چپاول بـــــانــــــدې روږدي دي تــــمام

دا وطــــــن پــــــال مو زنـــــداني دي تـــمام

 

نـــو دې حالت تــــه بـــــه ځــــواب څــه وي؟

دې تـــه رښتينۍ فصل وبــــــاب څـــــه وي؟

 

کــــه پــــرده جګــــــــه دعيبونـــــو کـــاندې

يا بــر ملا د دوئ ظلـــمونـــــو کـــــانــــــدې

 

کـــــه وای چې څـــــومـــــره بيکاري ده دلته

ټول نـــــاداري بـــې روزګـــــاري ده دلـــــته

 

وايــــي، چې ســــتا پــــدې کی کــــار نشته

ســـــتا حـــــاکميت کــــــــی اقــــتدار نشته

 

که واي ځوانان مــوټـــــول بهرتـــــه درومي

د پـــــــردو زجــــــــر دبــــل در تـــــه درومي

 

هــلته تــــوهــــين او رټــــل کــــيږي تــــمام

دوي پــــه نــــــاحقه وژل کــــيـږي مــــــــدام

 

واې ،پـــــه تــــا څه چې ټول افکار پاروې؟

؟ زمـــوږ قدرت زمـــــوږ روزګـــــار ورانوې

 

که وای دا مـــــرستی کــــــو م ځـــواب نلري

وای د خــــــــيرات پیسی حـــــساب نـــــلري

 

واي ،سيـــــــــاســـــــت کــــې دتــا کار نشه

خــــــــــيرات اشنــــا نـــــلرې يـــــــــار نشته

 

ما ويل، ملــت او بــــودجــــــه یعنې څــــه ؟

واي، ز موږ ه خپله اراده پــــه تــــا څــــــه ؟

 

مصـــــــر فـــــــــو ېـــــې خـــپل بــقــــا لپاره

د خــــپل مـــــــــر اد او در ضـــــــــا لـــــپاره

 

کــــــه وای قــــدرت کې دي ناپــــوهه خلک

واې ، پکار نـدي ز مـــــوږ پـــــوهــــه خلک

 

تـــــر دولسمه شپږم پــــــــــاس ښــــــــــه دی

تحصيل يې څـه کـــــوو اخـــــلاص ښــــه دی

 

اوس دی چنګيز او هــــلاکــــو پـــــه قـدرت

ســــتا وظــــيفه ده دحــــاکـــــم اطــاعــــــت

 

که دې له دندې نـــــه دې شـــــوې بې خـــــبر

ګنې چـــې ګورې ، ډبـــــلۍ او ســـــتا ســــر

 

دوی دخيــــانـــــت کلــــه اظـــــهار کــــــوې

وای، داســــې نـــــده ترې انـــــکار کـــــوي

 

که واې ژوند دعالم، پـــــوه بـــــدتــــــر دې

واې، ددې راز افــــشا کـــــــول خــــــطر دی

 

که واې تشخيص دمــــــرض وړونــدښکاری

وای زمــــوږ کـــــــار مـوږ ته سمون ښکاری

 

ما ويل، قــانون مو د ځنګل قـــــانــــون دي

کوتک ، ډنـــډې او دچـــلول قــــانــــون دی

 

يـــــو ډارن غــــږ کـــړه چې دا څه وايې يار؟

ځان دې پـــه خپله خيژوې تــــــه پــــــه دار؟

 

ما ويـــل ډاريـګه مــــه جــرت دی پـــــه کار

لږ څـــه احساس د مسؤولـــيت دی پــــه کار

 

د ژونـــــد مـــــاهيت پـــه حقيقت ښکلې دي

ژوندپــه همت او مسؤولـــــيت ښـــکلې دي

 

هــــاد وطــــن تاريـخ تــــه پـــــام وســـا تـــه

لــــږ دنیکــــونــــو احـــــترام وســـــــا تـــــه

 

ای هيوادوالو دا لـــــوی فـــــرض دی زمـوږ

داخپل ګفتارته عـمـل قـــــرض دی زمـــــوږ

 

نــــور د پـــــــردو د دوکــــــــــو ښـکار نشئ

چې پـــــــه لــــمسون د لـــــــوی اغـيار نشئ

 

د يــــو بــــدلــــــــون او د ســـــمون لـــــپاره

د يــــو واحــــد وطـــــــن د شـــــتون لــــپاره

 

دې بــــد حالت تـه نور انجام شـــــوســـــــره

يو عمـلي ګــــــــــام او اقــــــــــدام شـــوسره

------------------------------

سميع الدين افغاني