غزل : ښاغلی ناشناس 

ماتــــه هغـــه ماتـــه دغه نـــه راځي

ساده ســـړۍ يمــــه پلمه نــــه راځي

 

د زړه پـه سترګـــو يې سيلونه كــوم

د سر پـــه سترګو كـــه هغه نه راځي

 

بــس محبت زما روزګـــار دى خلكه

بغــير لــــه  دې  بله كيسه  نه  راځي

 

دهجرشپې په ژوند كې ډېرې راځي

چې راســـره وي هغه شپه نـــه راځي

 

زړه تـه مې ډيـــری زاريګاني وکړی

ستا لــــه  محله  صبر ېده  نه  راځي

 

تــوبې مې ښې ډېرې بېګا ووېستې

ستا لـــه يارې نه هېڅ توبه نه راځي

 

تـه خـــو مې ډېر شړې خو زه كله ځم

مَــېن زړګى مې راســـره نــــه راځي

 

ناشناس زړه دمينې ښکارشـوخلکو 

خو د هغې پــــری  عقيده نـــه راځي