دالهوزمزمه = « ستوری»

راځــــــه راځـــــــه دخــــوشالۍ سپرلیه!

زمــوږپرهــــــــیواددسوکالۍ سپرلیه!

ســــــــتاهرکلی پـــــــــــه غزلــــــــونوکوو

داســـــــتالمانځنه پــــــــــه شعرونوکوو

سپرلـــیه !ستاترپاسته لاس قربان سم

څانګي لمنڅ کــــــړې اوګلان ټوکــــوې

زمــــــوږپرزړونـــــوخوشالــــــۍ اوروې

بـــــــیانــــــوي هیلي اوارمان ټــــــوکوې

دلـــــــــمرکپتان پــــــــه خپل زرینولاسو

دواوروپاج دغــــــرولــــــــه ســــره اخلي

بــــــــیایې کـــــړې مچ درڼا ګانوپه خوله

دمیوخونـــــــدلــــــــه هـرقــــــمره اخــــلي

سپرلـــــــــیه !ســــــــتادمېلمستیالپاره

سپوږمۍ دامځکه پــــــــه رڼا ومینځي

هادخزان بــــــــدرنګي ټـــــول جاروکړي

خدای طبیعت ټول پـــه ښکلاومینځي

سیندونــــــه اوړي لکه سپین ښاماران

پــــــه څپووایــــې درنګـــــونــــــوغــــــزل

سيـــــــــنه وهـــــــــې له تېروکاڼـــــــوسره

انځـــــــــــوروې دعـــزمــــــــتونوغـــــــزل

ونـــــــــوو پرســــــــر کـړه زرغونه پوړني

هــاردګلونــــــــویې پـــــــــرغاړه ځانګي

دشکفوګوتــــــــمۍ یې کــــړې په ګوتو

دي پـــه رنګونونـــــــن پسوللی څانګي

پــــــــه خیال ولاړه دګلـــــــــــــونــــوناوې

وږمــــــــــه پــــــــه نازپرې طوافونه کوي

نسیم سروددخــــــــــوشالۍ ږغــــــــــوي

طوطیان پــــــــه مـــــــــینه اتـــــڼونه کوي

پـــــــــه خـــــــــنداوپاشې ګلان سپرلیه!

دهرګل بـــــــڼ پرناوکـــــــۍ باندي تــــــه

ونوتــــــــه واغونــــــــدې جامـــــې دپاڼو

عطرونـــه توی کړې پرغوټۍ باندي ته

پـــــه لاس کـــــي اړوې تسبـــــېح دګلـــو

سندریـزذکــــــردیــــــزدان کــــــوې تــــــه

دالاهوزمزمـــــــه وایـــــــې پـــــــه خولــــه

پــــــه اړه فکــــــردخــــــزان کـــــــوې تـــــه

موږتــــــه دګل پـــــه خوله پیغام راکوې

چي په خوښۍ دژوندشېبې تیري کړئ

ځکـــــــه خــــزان یرغل پـــــه بیړه راوړي

نوردسکوت دغــــــه لمحې هیري کړئ

سپرلـــــیه!ســـــتادهــرکلـــــي لــــــــپاره

«ستـــوری» رنګیـــنه ترانـــــــه وایــــــمه

چي دسپوږمۍ پـه څېرځلاوي پکښې

نـــــــوی غــــــــــــزل پر زمانـه وایــــــــــــمه

شاعر: عبدالله« ستوری