انتظاره
څومره بديې انتظاره رنـګ دې ورك شــــه
دي هرڅوك له تابېزاره رنـګ دې ورك شه
وهېچادرته دمينـــــې لاس درنكــــــــــــــــــړو
ته په بوټوكې خارداره رنـــګ دې ورك شه
دانسان ژوندون ته ټكــى دپاى كېــــــــږدې
لاهم تريخ يې ته ترزاره رنـــګ دې ورك شه
ستاله لاسه يې اخرانجـــام بېلتــــــــــون شي
دوه مئنوته اغيــــاره رنــــــــګ دې ورك شه
دژوندون په رنګينــــــيوكې هم ګــــــران يې
خوښي وړې له چم دياره رنګ دې ورك شه
نه به مـــــومې دزړه يار قيامتـــــــه پـــــــورې
دشېبوسترګــې په لاره رنــــګ دې ورك شـه
روشن اويي چې له قتـــل نه هم سخــــت يې
انتظـــاره ،انتظـــــاره رنــــــګ دې ورك شه
رفيع الله (روشن)