غزل- امرخېل
اور ته رڼا رابــــــــــاندې څـــــه له وايې ؟
دا ناروا راباندې څــــــــــــه لـــــه وايې ؟
اول به ستا پر تندي ګونځې راشي
رښتيا رښتيــا راباندې څه له وايې ؟
يو ځل مې ووې ،چې زه ګرم يم کنه
تـــــه يې نو بيا راباندې څه له وايې ؟
ځــــنې خبـــــرې د زړه رنـــــځ ډېــــروي
راز د ژړا رابــــــانـــــــدې څه له وايې ؟
پر زړه پرهر د زړه مالــــــک جـوړوي
زړګــيه دا راباندې څـــه لـــــــه وايې ؟
د جينکو پټې کــــيسې جـــــــلالـــه !
اوس بــرالا رابـــــاندې څه له وايې ؟