شمشاد … زرلښته حفیظ

دالوړغردشمشادپه لروبرپښتنو ګران  دی
سپين غره ته نازيږه چې پاميردښکلا بام دی

****
اټک پلورې درومه پيښور په تا ودان  دی
کونړسينده ته نغمه شه اباسين درته خندان دی
هلمنده اوارغنداومو دوطن دمينې شور دی
هري ترانۍ وايي چې هرات په ټولوګران دی

دالوړغر دشمشادپه  لرو برپښتنو ګران  دی
سپين غره ته نازيږه چې پاميردښکلا بام دی
****
پنجشيرپه سردروکې دوطن دمينې شوردی
مزارکې دسخي صاحب درباردسوالوکوردی
لغمانه پلورې لاړشه ننګيال ته ګلان يوسه
ننګرهاردګلوهار کې سيلونه لورپه لور دي

دالوړغردشمشادپه لرو برپښتنو ګران  دی
سپين غره ته نازيږه چې پاميردښکلا بام دی
****
ای ګران فغانستانه دزړورپښتنوکور يي
ته مينه دحفيظ يي تجاوز لره سور اور يي
دلوړو غرونو شانه ز ما دمينې شور  يي
غيرت نه دی ځاريږمه دزوردپاسه زوريي

دالوړغردشمشادپه  لرو برپښتنو ګران  دی
سپين غره ته نازيږه چې پامير دښکلا بام دی