ورک ځان

زه د خوښۍ په لټه وم خوله خندا ورکه شوم

بس کتلو مې ژوندون خوله عقبا ورکه شوم

دنېکمرغۍ په لټه وم دسمندرپه غېږ کې

خوشوم  ډوبه په غموکې،له موسکاورکه شوم

خپله لمن مې ټولوله له تيارونه ځکه

دتروږمي غېږکې زه لوېدلې له رڼاورکه شوم

په اوښکوډکوسترګوهيله دې وفامې کړله

خوان مې خپل رانه په شاشول،له وفاورکه شوم

نورنومې سردرته کوزکړی د تسليم  هغه دی

خو هی قسمته مالومېږي هم له تاورکه شوم