غزل
پــه لباسي غوندي یاري تېروتم
لکه مــاشوم په ناپامي تېروتم
د جفا کارو پــــه تیاره دیار کي
زړګیه ډېر پــــــه اساني تېروتم
د اند ېښنو سېلاب پـر سر واخیستم
چي د نا اهلو پــه سیالي تېروتم
لکــه کمزوری بې عینکو نظـــــر
سـهار بیدار وم ماښامي تېروتــم
ځـــان یې وماتــه وو اشنا تراشلی
د غوړي ژبي پــــــــه نرمي تېروتم
نن یې حاضر مجلس تـــــه نوم ورښیم
چي د کوم چا په دوه مخي تېروتـــم
بقلم
عادل اڅکزی
چمن
۱۸می ۲۰۱۰م کال
19.05.2010
- لښکرګاه
غزل : اورنګ ابا سين
سا قي مهر با نـــه جا م زر زر را کــــه
هيــــله کـــو م نـن يې سر په سر را که
...
20.05.2010
- لښکرګاه
ښوونځى دتدريس ځاى دى نه دانتخاباتي كمپاينرفيع الله دپنځوكلونوپه تېرېدو سره يوځل بيا افغانان دپارلماني ټاكنو لارڅاري اوسترګې پلاره يې دي اوداسې هيلې په زړونو كې لري چې دټاكنو يوه شفافه او له هر راز ،مشكلاتو،سردرديو،درغليواو لاسوهنوڅخه پاكه پروسه په مخكې ولري او ټاكنې په يوه روښانه فضاكې ترسره شي.پارلمان ياولسي جرګه په يوه هېوادكې ديوې كورنۍ دمشرانوحيثيت لري ،هغه داسې كله چې په كور...