درد له زړه نه اندامونو ته غځيږي
لکه وينه چې رګونو ته غځيږي
څڼورو بلا زړونه لاس ته راوړل
جنګ له غرونو نه ښارونو ته غځيږي
د مارجې د جنتي ځمکې درځونه
اوس د ارګ و دېوالونو ته غځيږي
تر دې پس به هم چوپتيا کوم مصلحت وي؟
د غليم لاس چې شالونو ته غځيږي
دا چې نن دي ، په جونګړو باندې بلې
دا لمبې به محلونو ته غځيږي
ستا غمونه ټول زما زړه ته رادرومي
ويالې ټولې دريابونو ته غځيږي
دا ازغنې ، دا چړې چړې جلاله
د حق لارې جنتونو ته غځيږي
جلال امرخېل