ګلشن جوړوو
خويندوراټولې شئ وطن جـــــــــــــــوړوو
ملاوې مووتړئ مســـــكن جـــــــــــــوړوو
چې دغليم سرله تنې نه بېـــــل كـــــــــــړو
ددوى په لاس وېجاړ ګلشــن جـــــــوړوو
چې دملالې هرارمــــــان پـــوره كـــــــــړو
دميوند دښتــې نه ختـــــــــن جـــــــــوړوو
چې زموږخاورې ته كـــــاږه وګـــــــــوري
ځاى به يې خاورې ددكــــــــن جــــــوړوو
راځى ملګرووچې سګلۍ سلګـۍ شوم
له هراغزي نه نستــــــــرن جـــــــــــــــوړوو
سلګۍ ځلا