محــــــبت
هـــــمیــشه بــــــه مـــــې ورب تــــــه دادعاکـــــړه
محــــــبت دنــــازولـــــــي جـــــــانــــــان راکـــــــړه
دا نـړۍ راتــــــه فانـــــي دنیـــــا حــــــــساب ده
هوښیارانو تــــــوښـــــه جوړه دعــــقبا کـــــــړه
د جــــنـــت او د دوزخ پـــــروا بــــه څـــــه کــــړم
چي پروا مــــې شپه او ورځ ستا د رضا کـــــړه
چـــــــې تمـــــام عمـــر پــــــه فکر د دولــــــت وي
هغـه خلکــــو د خـــــپل ځان سره جــــــفا کــــــړه
د مـــادي دنیـــــا مـــــــتاع ده د څـــــــو ورځـــــو
غافل مـه شــــه اوخـروي تحـــــــفه پیدا کــــــړه
چې د زړونو پــــه رضا رب خـــــــوشحالـــــیږي
راشه ! داسې انسانـــي احساس اشـــــناکــــړه
د اخــــلاص او صـــــداقـت لــــــوړه رتبـــــه ده
د کعـــــبې د پیـروانــــــــو ځان همـــــرا کـــــړه
په کــــوم ملک کــې چي رښتنې ورورګلــوي وي
د هغــــو خلکـو روزګــــــــــار ربـــــــه صـــفا کــــــړه
چـــــــې د بخل او کیــــــنې نـــــه ، نـه مړیــــږي
هغــــــه قوم ،هــغـــــه ولس ربــــــه پــــــنا کـــــــــــــړه
غـــرض دا چې صدا قـــــت لـــــــــــوی عــــــبادت دی
قــــوم په صدق کې حاصل د خدای رضا کـــړه
----------------------------------------
سمیع الدین افغاني
٢١-١٠ -٢٠٠٨