د سرو زرو وختونه  : اورنګ اباسين

 

انځورګــر نــــه يم چې څــو ښکلي انځورونه جوړ کړم

نــــه يــــــو ماليار چې د ګلــونــو امېلـونـــه جوړ کړم

 

 

جادوګر نه يم چې د ورېځو نــــه عکسونـــــه جوړ کړم

نــــه پوهـــه سړی يم چې د پوهې کتابونـــــه جوړ کړم 

 

زه د ستورو پــــــه رڼا کې ســــرودونـــــه جوړ کــــــړم

د سور نغمه به شم چې د ا خوږ شوي زړونه جوړ کــړم 

 

د ا سې انسان نه يم چې بيشماره مسجدونه جوړ کـړم

نــــه بت پرست يم چې ډير ډير مندرونـــــه جوړ کــــړم 

 

شم بــــه ساقي چې د خو ږ و ميو جامونــــــه جوړ کړم

زه بـــــه ما ڼو او سپېلنی شم چې رازو نــــه جوړ کــړم 

 

ډ يو ی بلو مه د سرو زرو بـــه وختونــــــه جوړ کـــــړم

خپلې دعا نــه به سپيڅلي ښـــه سازونــــه جوړ کــــړم 

 

هوډ بـــــه هڅن شي چې سندرې غزلونــــه جــوړ کــړم

زه په سپېدو کې بــــه زرين زرين اهـونـــه جوړ کــــړم

 

25 - 4 - 2010

جرمنی

 

« ســرپـاڼـه »