دګل اوښكې

چې اوښكې مې روانې شوې جانان ته څڅېدې

په سپين مخ مې روانې وې ګريوان ته څڅېـدې

جانان مې سېتم ګروه هېڅ پروايې پرې ونـــــكړه

ستنې شوې نا اميده چې بيابان ته څڅـــېــــدې

زړګى ديار دكاڼى وه له غوښې نه جوړ نــــــه وه

زما له زړه نه وينې چې ارمـــــــان ته څڅېــــــدې

ملګرومغرورشوى وه چينارپه شان ځوانـــۍ ته

چې پرخې مې له سترګو ارغوان ته څڅېـــــــدې

غاټول ونيوم لاس نه او لاله پرتندي ښكـــل كړم

چې سپينې مرغلرې مې ميدان ته څڅېــــــدې

دشين اسمان نه لاندې اودخړې ځمكې ســـــرته

دې ټولوساده خلكواوجهـــــــان ته څڅېــــــــدې

شبنم پشان له ګل سره خپــــل غم غلطــــــــــومه

دګل اوښكې هم له ماسره فغـــــان ته څڅېــــدې

((روشن))مې وي ملګرى وهرلوري ته سفــركې

ده هم راته كيسې كړې چې بيان ته څڅېـــــدې

رفيع الله روشن

« ســرپـاڼـه »