غـــــــزل=همت الله امين زى

 

زمانې تــــه چـــــې زه ګـــــورم لاره ورکــــه لـــــه هــــرچاده

حـــــوادث داسـې راغلي پــــريشاني لــــه هرې خـــــواده

چـــــي غـوټــــۍ دامـــــيدودغـــــوړېــــدوپـــــه تمــــناوې

بې خزان خـــبره وې لــــــه حالــــــه،چـــــې خزان یې لاپخــــواده

په بهارکــــې سوړخزان چـــي دغـــــوټیوپـــــه سرراغلی

غــــوړېــــدل خــــولاته پريږده، رژېــــدوته پــــه هــــــواده

دبــــوراڅــــه درک نشته، نــــــه شـــــورشــــــــته دبلبلانو

نــــــــه غمـــــــبرشـــــــته دکوتروتـــــوتکــۍ لاپــــــه ژړاده

دښتې، غرونـه دوطن موپه سپرلي کي سپېره ښکاري

پــــــه چمن بانــــدې نازلــــــه دخــــــــزان تـــــــوره بــــــلاده

نــــه کيږدۍ ښکاري دغرونوپه لمن کې نه کوچۍ شته

نـــــه رمې شاوخـــــواپنډې، خالي شـــــوې موبېـــدياده

دبزګرتــــــنده تـــــروه ده، کرونـــــدې تـــــه تلــــــوســــه ده

دوطن ډيــــــروناخـوالوماتــــه کــــــړې يې پــــــرې ملاده

ښوونځی موکــنډوالې شوې، مدرسې بـې دروازودي

مکتبيان بې ســـــره ګــــــرځي ورکـــــه کــــړې يـــې رڼاده

عالمان هم ترورشوي ټـــــول غـــــرق شوي اندېښـنوکې

هيڅ تدبيرنيــــــولاى نه شــــــي، بــــــې اثره يـــــې ويناده

دولس سترګې څلـورشوې، رهبرانوتــــــه کـــــږې شوې

رهـــــبرانــو بانـــــــدې ګـــــــډه دنـــــفاق لــــــويــــــــه بلاده

بیایې زړه زخمي زخمي دی دګلـــــونـــــوپـــــرحال ژاړي

ګلستان ډک لــــــه اغــزوشو( امین زی)  پـــــه واويلاده

« سـرپـاڼـه »