غـــــــــــــــــــزل
مـــــــرور د ســـولــــــې لـــمـــــر مـــــو را پخــــلا کـــــړه
خــــدايـــــــه! تــــه مــــــو دا تيـــاره وطـــن روڼا کــــړه
اســــــمان څـــنګـــــه د دوښـــمن کانـــــې را وکــــــړې
د خـــــوښۍ هــــــره شېـــــبه يــــــې رانــــه غـــلا کـــــړه
ميـــــنه وکـــــرو او کــــــرکـــــه تـــــرې را شـــنه شـــــي
کــــــرونــــــده د زړه مــــــــو وچـــــــه پــــــه ژړا کــــــړه
د وطــــــن سپــــېڅلـــــې ميــــــنه، سـرو لــــــېوانــــــو
راتــــــــه اور، راتـــــــــه ســـــــزا، راتــــــــه بـــلا کــــــړه
ګونــدې را مي شي جانان ژونــــــد مي ټکــــور کــــړي
ورتــــــه پنـــــډه مــــــي پـــر زړه د هيـــــلــو ورا کــــــړه
اوس هم نيــــــمه شـــــــپه را ويښ لکــــه ماشوم شــم
هـــــلــــــه تــــــږى يـــمــــــه مـــــورې اوبـــــــه راکــــــــړه
ځـــــــئ پيونــــــــد يــــــې چـــــي د مينې په مرهم کړو
جنـــګ مـــــو ماتـــــه د وياړلـــــي ملــــــت مـــــلا کړه
بارکــــــوالـــــه! شعــــــر شـات د ژونــــــــدانــــــــۀ دي
چـــــي مــــــي وخــــــوړل بلـــــده مــــي دونــــيا کــــــړه
بارکوال مياخېل- کوټه
14 اکتوبر 2008م کال