غزل = روما محمدي
مه پوشته چې څه رنګه شــــوه تــــېره برايي شپه
زړه مې رپـــېده ګرانـــــه تــــر ډېره برايـــــي شــــپه
زه وم د ګلابــــــو پـــــه وژمـو کـــــې را ايــــــــساره
تــــــه مې وې لـــــــه روح نـــه راچاپېره برايي شپه
پاس مو پر اسمان د جنګ چورلکې ګرځېــدلې
کلي کې خــــــوره وه د مرګ وېـــــــره برايـــي شپه
واه د خوشحالۍ د اوشکو شپه څومره خوږه وه
هېڅکله بــــــــه نـــــــه شي رانـــــه هېره برايي شپه
زړه مې ستا د زړه درزا قربانــــــه ! اورېـــــــدلــــه
ساه مې وه دا ستا په ساه کې ګـــــېره برايي شپه
روما محمدي
هلمند - لښکرګاه