شعــــــــــــر
د هر ملت اشعار د دى عقلي ژوندون ښه ښكاره كوي؛ اخلاق، دودونه، ديانت، عقليت او نور ټوله خصايص يې پكښي پراته وي، په شعر كي د ملتو اجتماعي نفس او روحي ساختمان او فكري بنيه داسي ښكاريږي، لكه هنداره.
د پښتو په اشعارو كي د پښتنوالي مختلف مزايا پټ پراته دي او د پښتنو د طبيعي محيط او اجتماعي چاپېر يو صحيح مظهر دى، لكه د مخه مو چي وويل د پښتنو شعر هم لكه ژبه د دوى د حقيقي Realist عقليت نماينده ګڼل كيږي او هغه شعري نارې او ټولني او بدلي چي د پښتنو له كومو څخه راوتلي دي، د دوى د روحياتو خارجي صحيح او روڼه مظاهر دي.
شعرا د ملت په افرادو او كورنيو او ټولنو كي ګډ وګړي دي، په هغه احساس چي نور وګړي متحس كيږي، يا هغه جذبات چي د ملت په زړه كي غورځنګ كوي، د شاعر روح هم كټ مټ د هغو تر اغېزې لاندي راځي، نو شاعران موږ د ملتو د افكارو او روحياتو او اخلاقو ښه ترجمانان او نمايندګان بللاى سو.
د پښتو ژبي اشعار خو دوه ډوله دي، يو هغه اشعار او بدلي دي چي موږ يې لغړ او سپېگڅلى ملي مال بولو او بل هغه شعرونه دي، چي پښتنو شاعرانو د عربو او دري پر ډول ويلي، د دوى ادبي او عروضي او قافيوي اغېزه لري او په افكارو كي هم څه نا څه پردو اشعارو ته نږدې دي.
هغه اشعار چي د وزن او قافيې او نورو خصوصياتو له رويه بشپړ پښتو دي، هغه خو ټوله د پښتني عقليت او تفكر نتيجه ده، مګر هغه اشعار چي عروضي دي او د پردو پر اشعارو سم ويلي سوي دي، په داسي شعرونو كي هم د پښتنوالي عقليت اغېزه كړې او تر خپل ملي اثر لاندي يې راوستلي دي، دلته زه د خوشحال خان د كليات له مقدمې څخه څو كرښي ليكم، چي په 1317هـ ش كال كي مي ليكلي دي:
د پښتو شعر كه څه هم په ډېرو شيانو او خواصو كي د دري او عربي اشعارو سره نږدېوالى او قربت لري، مګر بيا هم ځكه چي د محيط او قوم ذهني او روحي خواص پر ادب اثر لري، نو د خوشحال خان په كلام كي د پښتنوالي ډېر مزايا ليدل كيږي، د عشق دنيا او د ميني نړۍ يوه بېله دنيا ده د عاشق قلبي واردات او د ده تاثرات پر بل چا نه قياسيږي، مګر ملي خواص او اولسي مميزات هر كله په دغه دنيا كي هم اوڅاريږي او لكه ادب چي د روحي تجلياتو هنداره ده، دغسي ټوله ملي ښېګړي هم پكښي برېښي.
پښتانه خو په فطرت كي ملي غرور او د روح لوړتيا لري، پښتون هيڅكله په هيڅ ډول داسي خضوع نه كوي، چي د ده ملي غرور ته صدمه ورسيږي، شبلي نعماني په شعرالعجم كي ليكي، چي نسبت و پارسي شعر ته په عربي شعر كي هر ځاى د نفس عزت او غرور ساتلى كيږي، مين كه څه هم و خپل محبوب ته اړ وي او وصال يې غواړي، مګر دى د ګدا په څېر نه دى، البته جانباز دى، مګر غلام نه دى، د ميني مصيبت ته تيار دى، مګر ذليل نه دى، مثلاً يو عرب شاعر خپلي ميني ته داسي خطاب كوي:
فلا تحـــسبي اني تخشعت بعدكم
ولا انستي بالمشي في القيد اخرق
يعني: "دا ګومان مه كوه چي زه په تا پسې خاشع سوم او نه په بند سره زه له يونه پاتېږم[1]"
بل ځاى عاشق خپلي ميني ته داسي وايي چي ضمناً د خپل قوم مېړانه او تورياليتوب هم ورښكاره كوي:
اذا اسود جنح الليل فلتات ولتـكن
خطـــاك خفاقا فان حراسنا اسدو
(عمر ابن ابى ربيعه)
يعني: "چي ماښام د شپې وزر توري شي نو راسه مګر ټپونه ورو_ورو ږده چي زموږ ساتونكي زمري دي"
مګر په پارسي شعر كي عاشق د ميني په دنيا كي ځان دومره بايلي او بې خونده كيږي او د معشوق په مخ كي ځان دومره كښته كوي، چي ځان سپى هم بولي:
ســــحر امــــــدم بكويت بشكار رفته بودي
تو كه سګ نبرده بودي به چه كار رفته بودي
د پښتو شعر (مطلب وروستني عروضي اشعار دي) كه څه هم له يوې خوا شديداً د پارسي تر اثر لاندي شوى دى، مگګر بيا هم د پښتنوالي د روح لوړتيا پكښي ښكاره كيږي او پښتون عاشق هيڅكله ځان نه سپكوي او خپل غرور او د نفس مناعت[B1] نه بايلي په هغو ځايو كي چي د نورو په تقليد څه ويل شوي دي، داسي اشعار بېل دي.
د خوشحال خان په كلام كي د پښتنوالي لوړ او ژوندى روح ښه ځليږي، مثلاً په دې بيت كي د ځان لوړتيا په څه ښه ژبه محبوب ته ښيي:
مـــــــــــــــرګ لره يې واړه د ډهلي لښكر راغلى
ته لا د خوشحال په مرګ ځان روغ نه ګڼې ننګ كړې
سربازي او تورياليتوب په عشق كي هم د ده سره ملګري دي او كورټ ذلت او د تحقير كار نه مني.
په درست جهان به نه وي يو د ما غوندي رسوا بل
ورځم توره وكــــــښلې چي مين واورم په تا بل
د پښتنو عشق هم ښكاره او سپېڅلى دى، پټ پټانه نه لري، په نره توره مينه كوي، د عشق په دنيا كي خو مين او معشوق ډېر د راز ساتنه او پټول خوښ لري، او نه غواړي چي څوك پر خبري سي:
ز شـوق ميروم و تو ننګرم در بزم
براى آنكه فتد غير در ګمان دګر
عاشق د اغيارو او رقيبانو له بېري د خپل محبوب حال هم په ښكاره نه پوښتي:
بهر مجلس كه جا سازم حديث نيكوان برسم
كه حـــرف آن مه نامهربان را در ميان سازم
مګر د پښتنوالي په دنيا كي دا پټ پټانى نه سته، د پښتنو روح خو غلي اقدامات يا حيلې نه مني د پښتون مينه او ميرڅى رډ بډه ده، خوشحال خان هم وايي:[2]
زه خوشحال كمزورى نه يم چي به ډار كړم
په ښــــكاره نارې وهم چي خوله يې راكړه
د پښتنو په روح او عقليت كي پر ځان ويسا self-help په لوړه درجه سته، د دوى ځانوالى خورا قوي دى، د پښتون پسيكولوژي هم دومره ټينګه او كلكه ده، اساس او ولۍ يې پر "ځانوالۍ" ولاړ دى او خوشحال خان د پښتنوالي دا عالي روح په دې ډول ښيي:
د مـــــزريو مــــړنتوب په لښكر نه وي
مټ يې هر كله يوازي پر خپل ځان وي
پښتانه د هر راز مشكلاتو په مخ كي ځان نه بايلي، په ثابت عزم خپل كار پر مخ بيايي، دا ثبات او استقامت د پښتنوالي عنصر دى، پښتانه نوي مبادي، په آساني نه مني، چي ويي منل نو يې بيا كورټ نه پرېږدي، خوشحال خان د پښتنوالي دا لوړ همت او ثابت عزم داسي راښيي:
كه آسمان دي د مزري په خوله كي وركي
د مـــــزري په خوله كي مه پرېږده همت
لنډه يې دا چي د پښتنو شعر د دوى طبيعي ژوند او سپېڅلى خيال او حقيقت ته نږدې عقليت او درانه او ثابت اخلاق اوڅاروي تر معنوي او وجداني خواوو حياتي او ظاهري پلوونه رڼوي.
--------------------------------------------------------------------------------
[1] شعرالعجم جلد 5
[2] د خوشحال د كليات مقدمه، د كندهار طبع.