قـــسمته څــه کــوي دزړه کــوټي خــرابــه وي

دســوي زړه ارمـان دي ولــولي خــرابـــــه وي

*    *     *

پـه ځوانه ځواني ســوم لکه ګل ناســوروهلي

ربـاب لــه ســوزه ژاړي دانغمي خــرابــــه وي

*    *    *

دهـیلوغـوټي واخیست اغزوبیاپه منګُل کي

ســهارراغـلي نــه دي تـــه وژمـي خــرابــه وي

*      *      *

سـیندلـه غـاړي جوړافلاتون دشیګوکورکړي

ومـــویـدونـه بـه داواړه بـیاڅپی خــرابــه وي

*      *     *

کــوکــاري چـیغهاري لــه سـوي زړه راخـیږي

تــــه څـــه کـــوي رقیبه داټپي خـــرابــــــه وي

*       *      *

تقدیرکړي بسته سوي په ســوۍ مړونــدوکي

امتحان درب (ج) له خـوادي طوبي خرابه وي

واثیق سنګریار

« سـرپـاڼـه »