مينه

مينه ډېره ښه وي انتظــــــــارسره خــوندنكــــــــــوي

ژوندچې ملنګي وي انتظــارسره خوندنكـــــــــــوي

څومره چې مطرب درباب ټنـګه ځنې خونداخــــلي

هغسې بياګوره له سېتـــــــارسره خوندنه كـــــــــوي

څنګ كې چې له يارسره وي يارخوندونه هغـه وي

داسې بياملګروله اغيــــارسره خوندنه كـــــــــــــوي

خيركه يې زخمي كړم زه ازغى دى پروانكــــــــــوي

زخم دازغي پشان چينـــــــارسره خوندنه كـــــــــــوي

څومره چې له يارسره دزړه خواله په مينـــــــــــه شي

خياله كوه جانانه له ګذارسره خوندنه كــــــــــــــوي

جوړبه كړو هارونه دنارنج سپينوګلـــــــــــــــونونـــــه

بې هارونوغاړې ننګـــــــرهارسره خوندنه كــــــــوي

تاويل (روشن) په څه پوهېږي چېرته يې مه بوځـــى

پرې يې ږدۍ په كلي كې له ښارسره خوندنه كـوي

رفيع الله روشن