هلمنده! ستا پسرلی به څه وي؟؟

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پــــــه هغه باغ کـــــــې بلبل چي بــــــه نارې کړې

اوس هم هـلـتـه چـــپ ، چپــــــــتيا ده پــســرلی

کوچيـــــــدلي دي مـرغـان او با غــــــبـان دواړه

اوس هم هلته غم ماتم دی غوړيـــدلی پسرلی

دهـــــغو چــــي کــــــند وګان دراشــــــــن ډک وه

نن د خـپـلــــــــــه ګليــــــــــستا نــــــــــه اوره سـوه

سره اورونـــــه سرې سکروټي يې پرکورسوې

دحــــــيـأ پـو ړ نـــې څـيـري ، بـــې پـــــــرده سول

هر راکــــــــــټ د تمد ن پــــــــه نـــــــــوم فـيـريـږي

هريو کــور چي دبشرپــــــــــه نوم ورا نيـــــــــږي

اوس آزاد کـــورونـــــــــه ولاړل مسافــــــــرسول

اوس پـر مېــــــــنه دپــــــــردو مهتاج د بل سول

پر سرو ګلــــــــو شينو باغــــو کنډوالې جوړي

پــــــــــرمـرجــه اوناداعـلي اورونـــــــــه بل سول

پـــــــرمرجــــــــه اوناداعلــــــی اورونـــــــه اوري

دانــــــــــړۍ پـــــــــه غټوسترګو ورته ګــــــــوري

ټوله توان اوټول طاقـــــت يې ځيني واخيست

هم دپاسه هم دمځکي دسکروټــوباران اوري

هــــغه مست قومونــــــــه ولـويـــــــــدل لــه زوره

دنــــــــــړۍ توان اوطاقت هم ســـــــــو بـــې زوره

پسرلی زموږ هيواد تــــــــــــه دي څه را وړل ؟؟

هم با غـــــــبان او هم بلبل دواړه چـــــــــي ولاړل

دهلمــــــــند دريـاب بهيـــــږي مړاوی ، مړاوی

غلی ،غلی را بهيـــږي مــــــــړاوی ، مـــــــړاوی

پـرســــــربـــــــند دکـجــکي تازه ګي نـــــــــه سته

دوحشت نغـمه خپــــــــره ده خوښي نـــــــــه سته

بيرتـــــــــه غواړو هــــــــــغه جګ خــــړ ديوالونه

بيرتـــــــــه غواړو هغه شــــــنه ، شــــــنه چمنونه

دبلــــــــــبل نــــــــارې بــــــــــــه اورو پر باغــونـــو

د آبـــــــــو اوا ز بـــــــــــــه اورو پـر کــــــورنــــــــــو

نــــــــــه چي واک موسي دبل پــــــــــر تعميرونو

يا موښکيل کــړي دپـــــــردويوپــــــــــردودونو

دزړې ډمــــــــوکـــــــــــراســـۍ زړه نغـــــــــــمه ده

مناسبه پــــــــــــه قـيـمـت دانـــــــسان نــــــــــــه ده

داچي څــــــــــه کــــــــــوي دښمن پردغـــه غولي

جــــــــــوړه کړې يې وموږ تــــــــــه دا بهانــــــه ده

پسرلی !! دهلمــــــــند نغمه بـــــــــــيا سره کــړه

ترانــــــــــــــه دي دآزادهـيــــــــواد خـپـره کــــــــړه

د«ننګيال بـڅــرکي» ږغ دی پــــــــــــر يارانـــــــو

جــــــــوړه ، جـــــــــوړه دهلمند زاڼي ميلـــــه کړه