کوو پـــه ویښ  احساس  سپیني خبري په تدبیر

ضمیر  مو  پخپل  رنځ  وایــي  سندري  په تدبیر

زور ځواکو  یُو  لوټلي پــه  لاسو د خپل تخنیک

تر  غاړي  یې  راکښلي  دي  ونـــــدري  پـه  تدبیر

د ژوند د لاري یون به یې نېکمرغ وي پـــه ملتیا

د زړه سره چي لاس وړي کوم ملګري پــــه تدبیر

بې واکه ځوانان  ګــرځي  پــــر تړو باندي  د  ښار

رېبلې    ترېـــــنه   میــــــــنه   ده   لوګري   په   تدبیر

هر  وخت   ترېنه   کار  اخلـــــمه  عادلــه ! پــه  قلم

راوړي  چي  لفظونـــــه   دي   شاعري  پــــه  تدبیر

30مارچ 2010م کال

چمن