غزل

نور د بس وي جنګ پرسته ، نور به سولې تـــــه لار ګــــورو
کلـــی ډک لــــه یتیمـانــو ، کلــــی ډک دی نور لـــــــــــــه بورو

کــه دښمـن وژل ضــرور دي ، خــو د ځــان ساتنه فــرض ده
هــو ! منـم دښمـن بــه وژنـو ، خـو ځــانونه بــه هــم ژغورو

دا چې کلک سنګر کې ناست دی ، یو ساعت ترې نه خوځیږي
د جنت لـــه غمــــه نـــه مري ، خـــو هوس لـــري د حـــورو

زه الـــفت پـــــه کلــــي ویـشــــم ، تــا د مرګ تـــخـــم راوړی
غیږ مې ډکــه لــــه ګلـــونـــو ، غیــږ دې ډکـــه لــــه شاجورو

تـــــه د ژوند پــــــــه هــــره لاره، نفرتونو تــــــــه لار ګورې
هــــو ! منمه چــــې انسان یـــې، خــــو روان یې پـــــه څلورو

څــــه پـــــه مات او پــــــه ناهیلي ، زړه یې وویل درمـــانـــه
یارانــه کـــول پــــکار دي ، خــــــو حالاتو تــــــه بـــــه ګورو

قدرت الله درمان