غزل

ورته ناست مې د زړګي په کو پیریان دي

اننګي  د  غبرګ  ګلونه  د   رېخان   دي

 

اعتبار  نشته   پاچاهان   که   ملایان  دي

چې پېښ نه دي تر هغې پورې شېخان دي

 

چا  چې  دلته  ډېرې  میندي  بورې  کړي

عجیبه   ده     نن   هغه    قهرمانان    دي

 

ستا   خبرې   دومره   ښې   لږي   نګاره

ته به وایې چې  شعرونه  د  کاروان   دي

 

دنګه  ونه  ګلې  سرې   خماري   سترګې

که  په  غره  کې  ټوکیدلي  ارغوان   دي

 

تورې  سترګې  ترې  لښکر  باڼه   چاپېره

دوه ګلان دي څومره ډېر  پهراداران   دي

ق.درمان