غزل
زړه پکې دربل+ ښه دی
زلفو کې د ول ښه دی
نه چې یې منل ښه دی
پریږده اوس پاګل ښه دی
ته راسره تل اوسه
اس د بیلتون شل ښه دی
پیغلې د ټپې لیکي
ژڼو ته غزل ښه دی
ژمي کې به خوست ته ځو
اوړي کې کابل ښه دی
څومره ښه منظر لري
ګل د په اوربل ښه دی
غم د راسره وي تل
تانه یو په سل ښه دی
پیغله په کور ښه ښکاري
ژڼی په مورچل ښه دی
غزل کې مې جلال* خوښ دی
نظم کې اتل# ښه دی
درمانه زړه نا زړه نشې
مینه کې توکل ښه دی
قدرت الله درمان خوست
+...ښکيل
*...جلال امرخيل
#.... اسرار اتل