غزل 

لاړ به شې ټوله شپه د نه ايساروم درمانــــــــه 
نو دومره زر خو راته مه وايه چې ځم درمانـــه

په ځان منمه هره سخته هـر ســــــتـــم درمانــــــه
خو ليدى نشم ستا په مړو سترګو کې نم درمانـــه

تا که زه هر مدام ستايلي په غزل کښې يمــــــه
زه د هم نوم د لوپټــــــــې په ژۍ ليکم درمانــــــه
څه عجيبه ده چې وې هم نو له مرګـي يــريـــــږم
چه راسره نه وې نو هم درپسې مرم درمانــــــه

ما چې رخصت ترې اخيسته نو په ژاړه يـې ووې
په خداى مې سپاره او په خداى به د سپارم درمانه 
قدرت الله 
درمان خوست