غزل

 

 

 هم له کلی هم له ښاره سړی باسې

 غم دی یاره له هر کاره سړی باسې

 

 

 اوسیدل دی زړه کې داسی راته ښکارې

 لکه غره کې چرته لاره سړی باسې

 

 

 سپینه خوله دی د سرو زرو خزانه ده

 ورنه خیر د خدای لپاره سړی باسی

 


 عشق دی هم یوه حصه د لیونتوب دی

 کله کله له مداره سړی باسې

 

 

 چې مقصد یې تر جانانه رسول وی

 شپه په ویښه تر سهاره سړی باسې

 

 

 ته چې خپله ما احساس ته رانیږې شوی

 خود به خرپ دی له رخساره سړی باسې

حميد احساس