غزل
مراد مې په کې ستا د زړه احوال نیولی دی
د شپې مې یوه ستوري باندې پال نیولی دی
زه یمه شپږ کلن ماشوم ، په نس باندې مې درد
ادې مې خپل پلو چا ته په سوال نیولی دی
دې وخت کې همت نه شته چې مې کړي درنه خراب
پر مخکې مې یې ستا د دعا ډال نیولی دی
په سترګو کې یې درد ، زما نامه اخلي په زړه
په لاس کې یې د نقلو ډک دستمال نیولی دی
رستمه ستا له مینې نه منکره شم کنه*
یو چا مې د چړو په څوکو خال نیولی دی
فضل الربي رستم
*زما د خوښې لنډۍ څخه
مینه یم منکره نه یم
که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځينه