راليږونکی : اميد 


                          غزل 

يوه شـــپه پخپل زنـــګون ويده کـــېدمه ته راياد شــــوي

د خـــوب نه ډکې ســــترګې زنــــګېدمه ته راياد شــوي

ته هم د ډيـــوي مخ ته مخـــامخ راســـره ناســـــت وي
د خـــيال په خــړ څـــادر کي تاويـــدمه ته راياد شـــوي

نن څـــومره عجـــيبه غونـــدي کــمال شـــوی ،خـبر يې؟
لــمــانځه کي اخـــيري رکعات ته تلـــمه ته را ياد شــوي

موده پــس ســـتا په پلونو بانـــدي بيــا له ســـره راغـلم 
هر پل بانـــدي به بــيل بــيل ودريـــدمه ته را ياد شــوي

پــدي مي تر ســهاره پـــوري شـــپه ســـپينه صـبا کړه
(( جنونه )) خــير که ســتا نه هيريـــدمه ته راياد شوي 

جواس خان ( جــنون ) 
خوست ښـار ماڼي کلي