•                          غـــــزل     

     

     تا ته چې څومره شان زما جیګه شمله کې ښکاري

    ما  ته همدوغومره  حیا دې لوپټه  کې ښکاري

یو څوک کلونه پس ولاړ دی  په خوله هیڅ نه وایې

یو څوک حیران دی ستا د سترګو په دایره کې ښکاري

 

مورې! تاویز د دعا راکړه چې يې باندې وځم

حالات نازک دي زندګي مې په خطره کې ښکاري

 

تــــه مې تر څنګ ودریږه ، ماته د بڼکې نه کم

جانانه زور په دې ناچله زمانه کې ښکاري

 

 

زه د یـــــــو چا اثـــرات وینمه په خپلو سترګو

ما ته مې خپل   بدل بدل وجود  ایینه کې ښکاري

 

نن د رستم څلور طبیعته حالات داسې ښایې

نن خو رستم راته   بېشکه په نشه کې ښکاري

 

                       فضل الربي رستم