په دې خبر نه یم چې دا د چا لپاره اوسم

خو کرۍ شپه مې د خپل سات غوندې بیداره اوسم

زما په سترګو کې دې ډنډ رڼا چې ولیدله

بس پدې پوه شه هغه وخت به ناقراره اوسم

...

ما به اوس وخته ستا د یاد کلی پري ایښی و،خو

دا چې زه پاتې یم د خپل جنون له ډاره اوسم

زه د حلال رزق ګټلو څخه خوند اخلمه

زه ستړی کیږمه بچیه! چې بې کاره اوسم

دا چې مې وخت پر مخ وهي، څه ناڅه ښه نه یمه

کنه څوک هیڅ ویلی نه شي چي په لاره اوسم

زما تکړې تکړې څهره د ټولیدلو نه ده

زه پاتې نه یم هغه مخ چې په هنداره اوسم...

فضل الربي رستم