غزل
زه که چیرته ستا د لاس بنګړی نه شم

  ژوند کې به مې هیچا نه لومړی نه شم

 

 

اوس مې  حوصله د غم ښکار شوې ده

اوس نو د چا دوه خبرې وړی نه شم

 

ستا د هیریدو هیله په سترګو خو

و مې بخښه ګرانې، زه دا کړی نه شم

 

زه د چا غمونه  ته ډاډه و رځم

زه له خپلې مخې څوک شړی نه شم

 

ما به زمانه  تر هغې نه پریږدي

څو پورې چې زه خپله سړی نه شم

 

            فضل الربي رستم