غزل

 

داسې سر عام غیږې ته مه راځــــــه

ځان به کړې بدنام غیږې ته مه راځه

 

سترګو کې سلام کوه دا ډیــــــــره ده

 نه  نه ګوره پام غیږې ته مه راځــه

 

کلی واړه ډک له رقیبانـــــــــــــو دی

بیا سر ماښام غیږې ته مه راځـــــــه

 

نن سبا حالات مینې ته جوړ نـــه دي

نن سبا ګلفام غیږې ته مه راځــــــــه

 

 

ښه یم د یادونو په ځنګل کـــې ورک

ښه یمه ګمنام غیږې ته مه راځــــــــه

 

دا مې هم درمانه غنیمـــت ګــــڼـــــه

اخلم چې سلام غیږې ته مه راځـــــه