غزل

تا باندې چې ګران شوم نور نو څه غواړم
اوس ايله انسان شوم نور نو څه غــواړم

ستا د محبت په لار چې لاړمـــــــــــــــه
خس ومه سلطان شوم نور نو څه غواړم

اوس خو ايله خپلو رقيبانو تــــــــــــــــــه
تندر شوم طوفان شوم نور نو څه غواړم

ژوند ته دې يو نوی سکون راکړلـــــــو
شاړ وم ګلستان شوم نور نو څه غواړم

ستا مينه کې ښکليه زه ،،همت،،لکــــــــــه
لمر غوندې روښان شوم نور نو څه غواړم