جلال  امرخیل  او قدرت الله درمان ته ډالۍ

 

غزل

 نه شاعر يم  نه غزل يم نه مريد د کوم يو پير يــــــــــــــم
بې له تا مې بل څوګ نشته نه خريد د کوم يو پير يــــم

بې له تانه هم تيريږي دا نيمګړی ژوند خوشحالــــــــه
نه يې غواړم نه  مې غوښتی نه يذيد د کوم يو پير يم

عجيبه ښکلی اواز مې د رباب شو تر غوږونـــــــــــــــو
دريدلي چې زه دلته دا په بريد د کوم يو پير يـــــــــــــــم

زه به څنګه ستا پوره کړم دا  هزار هزار غوښتنـــــــــــې
نه ملګری د پيرانو نه کليد د کوم يو پير يــــــــــــــــــــــــــم

نه کاروان راته ياديږي نه جلال او نه درمان مــــــــــــــــــــــې
رانه هيره مې دا لاره چې فريد د کوم يو پير يــــــــــــــــــــــــــم