غزل

په دار ختلي شو  اشنا که ضرورت  پیـــــــــــــــدا شي

چرته که دومره قربانۍ ته دې حـــــاجت پـــــیـــــدا شي

په تول پوره  ده په ښایست ذره کمـــــــــی نـــــــــه لري

خو بس په زړه کې يې که لږ څه محــــــــــبت پيداشي

ځان دې ساته چیرته اشنا  رانه ګناه ونه شــــــــــــــــي

ستا اننګو ته مې په زړه کې شرارت پــــــــــيــدا شي

چې دې په ژوند زما د مینې قدر نـــه کړو پـــــــــوره

په مرګ به ستادتړمواوښکو څه قیـــــمت پیـــداشي

داسې په نیمه شپه درمانه چـــــم ته مه رادرومـــــــــه

ملک د پښتو دی هسې نه چې مصیبت پيـــــداشي

             قدرت الله درمان