غزل   

خوږه یوه نغمـــــــــــــــه وه په سیتار نه مړیـــــــــــــــــــدم
دسترګوپــــــــــه جګړه کی په خپل وار نه مړیــــــــــدم

 تیارونه په رُخصت نور دسپوږمۍ کلي ته راغــــــلم
دزلفو نه راکوز شوم پــــــــــــــه رخسارنه مړيـــــــــــدم 

 سیلیودغوټی پـــــــــه شونډو ایښی ولاســــــــــــــــونه
ګلونو چی خوله واکړه په بهارنه مـــــــــــــــــــــــړیــ ـــدم

دتاک څاڅکو اوبو نه څوواړه جامونه ډک شــــــــــول
په غوړپ غوړپ می خالی کړل زه خمار نه مړیــــدم

هغه چی پري اشنا شو اودیوبل نه جـــــــــــــــــــــــداشو
نرۍ ګودرته تللي په ها لار نه مړیـــــــــــــــــــــــــــــــــدم

(عزت) ورته لادوي سترګی په پور ریبارنه راوړي
لالی مي ښایسته وو په دیــدار نـــــــه مـــــړیـــــــــدم

محمدرفیق(عزت)