بدکاره

 

زما تن د اينې ماتې ټوټې دي  

نا پيژانده كسان راشي را نږدې شي

په شيبه كې مو تر منځ فاصله نه وي

كه د خوند وي كه بې خونده وي خو تېر شي

د شېبو د وصال هېڅ ادامه نه وي

 

د هوس د لارې ستړي لاروي وي

راشي زلفو ځنې څنډ وهي ګردونه

ويښته سم كړي روغ او جوړ بېرته روان شي

شاته پريږدي په خنجر وهلي زړونه

 

د وجود د ماتيدلو اواز نه وي

ګني غږ به مې واى غرونه لړزولي

د ټوټې، ټوټې وجود چاره مې نه شي

نه يې كار شي په پتري او نه په پړي

 

زندګي مې راته لمر د ماذديګر شي

ساه مې بنده بنده كيږي شپه رادرومي

هېڅ امېد مې د راتلونكي ښه ژوند نه وي

نه وي څوك چې به په لاس ډېوه رادرومي

 

نن مې ستا په ليدو زړه په ټوپو راغى

نن مې زړه له لاسه تللى غوندى حس كړ

ستا څېره مې په خوبونو كې ليدلې

په رښتيا مې زړه بايللى غوندې حس كړ

خو

اوس مې تن د اينې ماتې ټوټي دي

ستا د زړه د سر د جيب د اېښود نه يم

اوس بد كاره يم هر څوك راځنې تښتي

كه هر څو يم ښايسته، د پر ېښود نه يم

نو

ته ناځوانه څومره ورسته راته راغلې

چې ما هر څه د هوس قيمار كې بايلل

ارزښتونه چې ما ته پرې اخيستى شواى

د اوږده ژوندون د سر كتار كې بايلل

  نذیر احمد نذیر