غزل 

چې مى  په كلي كى دلبر نه  ښكاري

را ته سپوږمۍنه ښكاري لمرنه ښكاري

جانا نه تا پسې په ځوا نه ځوانۍ

لكه  بوډا زما نظر نه  ښكاري

دا ځينو خلکو ته حيران يمه زه

ورته د سر دپاسه سرنه  ښكاري

ما ته په حورو او غلمانو كى هم

جانانه ستا په شان بشر نه  ښكاري

  چې ښكلى يار  را نه جدا وي پكى

را ته اختر بيا هم اختر نه  ښكاري

څاروانه  ځان  ته  قلندر مه  وايه

په  تا كى خوى دقلندر نه  ښكاري

عبدالوهاب څاروان

 

يادونه: پورتنی غزل د څاروان صيب له  لومړۍ شعري ټولګې څخه( زما د ژوند خواږه له تا سره دي)  راخستل شوی.