غزل

وکړه  یـــارانه  یاره  توکل  په  خدای

څه چې کیـږي ځه یاره توکل په خــدای   

خیر که شوم لمبــه یاره توکل په خـدای

سترګې مې زنبــه یاره  توکل په خدای

مه درومه راځه یــــاره توکل په خـــدای

پاتې شــه نن شپه یــاره توکل په خـدای

ښه کــه نه وه ، هـــله نو بــیا  ووایـــــــــــه

وامې وره کیسه یـــــاره توکل په خدای

ځه بغاوت وکړو لــــــــدې کلي ځـــــــــــو

راشه کنه وه یاره ، توکــــل په خــــــدای

شېخ دې کړي فتوې د کفرســل وارې

و نه کړې  تــوبه یاره تـوکــل په خدای

څه چې کیږي ، ځه له خولګۍ تېره شه

سترګې پټوه یــــــــاره  توکل په خدای

قدرت الله درمان