مه راځه اختره!

مــــه راځــــه اختــره ستــــاراتلو ته موتلـــوار نشته
دلته اوس په مونږکې،ستاڅوک تږی دديدارنشته

هـــــــرسړی په ويراخـــــته دی،تاته ېــــې درپـــام نـه دی
ستـــاراتـــګ ترې هېردی،نوريي تاته انتظارنـشـــتـه

بيا هم که راځــــې اخـــتــره! تــش لاس دلـتــه مه راځــــه
دابـــه دچـــــا نه مــنـــې چې دلــتـــه،جنــګســـالار نشـــته

هېــــرنکــــــــړې اختره ! که راځې دســـولې خيــــــر راوړه
مـــونـږدســــولې وږي يو ،دسولې له مونږخوار نشــته

راوړه هغــــه څــــه اخـتــــره کو م چې دلته نشـــتـه نـــــــور
دلته عدالت نشته، قــــــانــون نشته، ســـــرکارنشــتــه

مــــونــږته که ته ســــــوله،عدالت اوقـــــانــون نه راوړې
نيغ ورځه غټانـــــو ته ،ولس کـــــې دې بيــــا يــارنشــته

واوره دقيـــــام اختــــــره ! دامـــــطلــب به يــاد ســـــاتې
مــــــــــــه راځه يوازې، د يــــــوازې راتــــګ لار نشتـــه


الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
۱۷-۰۸-